MoMPAfghnistan
MoMPAfghnistan
June 17, 2025 at 03:56 AM
*د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو* د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې سرغړونو له کبله فسخه شو. د نوموړي تړون د نقض د مواردو د څېړنې په موخه له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه ګډې کمېټې ټاکل شوې وې او د کمېټو د کار په پایله کې وموندل شوه چې آفچین شرکت له تړون څخه مکرراً د فسخې موجب سرغړونې کړې وې او د تړون د ژمنو په تطبیق کې پاتې راغلی و. په دې توګه، د اقتصادي معاونیت د ۱۴۴۶/۱۲/۱ نېټې د ( ۵۱۸۸ ) ګڼې وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د ۱۴۴۶/۱۲/۵ نېټې د ( ۶۸۵۶ ) ګڼې حکم پربنسټ له یاد شرکت سره تړون فسخه شو. د کانونو او پټرولیم وزارت د نوموړي تړون او اړوند اسنادو حقوقي ارزونې، د یادې ساحې تخنیکي ارزونې او له آفچین شرکت سره د مالي حسابونو د تصفیې په موخه، نړیوالو تجربه لرونکو مشورتي شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې په یاده برخه کې رسماً خپله لېوالتیا (EoI) له وزارت سره شریک کړي. د یادې پروسې په اړه د نورو جزیاتو او د لېوالتیا د څرګندولو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینکونه وکاروئ: https://momp.gov.af/request-expressions-interest-1 https://momp.gov.af/request-expressions-interest-0 https://momp.gov.af/request-expressions-interest
❤️ 👍 3

Comments