MoMPAfghnistan
MoMPAfghnistan
June 17, 2025 at 01:25 PM
*په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه* د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په ٢٧مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه. په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د یاد ولایت والي، د کانونو رئیس، د اړوندو ادارو سیمه‌ییزو مسوولینو، کان کیندونکو، د هېواد د بېلابېلو برخو څخه ملي سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړی و. په یاده بولۍ کې(٤٧٧٦) قیراطه زمرد د(٤٦٨٦٠٠) څلور لک اته شپېته زره شپږ سوه امریکايي ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول، چې دا د کانونو د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام بلل کېږي. یادې پروسې نه یوازې د زمردو قانوني استخراج لپاره زمینه برابره کړې، بلکې د پانګوالو لپاره د پانګونې او د سیمې اوسېدونکو ته یې کاري فرصتونه هم رامنځته کړي دي.

Comments