
پل علم ښاروالی-شاروالی پل علم
June 6, 2025 at 07:48 AM
د نېکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت د پل علم ښاروال د مبارکۍ پیغام!
د نيکمرغه لوی اختر را رسیدو له امله، د افغانستان ټول غیور او مجاهد ملت؛ په ځانګړې توګه، د پل علم ښاریانو ته د زړه له تله مبارکۍ او پيروزینې وړاندې کوم.
د حج مبارکې فریضې ته د تللیو هیوادوالو دې څښتن تعالی دغه مناسک قبول کړي؛ چا چې قربانۍ، بدني او مالي عبادتونه او صدقې کړې وي؛ الله دې یې په دنیا او اخرت نېکې بدلې ورکړي.
زموږ په ملي او اسلامي دود کې اختر د تاوتریخوالي، نفرت او دښمنۍ د له منځه وړو فرصت دی؛ هیله مند یم چې په هېواد کې دا سپېڅلې ورځې د تل پاتې یووالي لامل شي.
په ډېر درنښت
د پل علم ښاروال مولوي محمد شاکر "ثاقب"