
پل علم ښاروالی-شاروالی پل علم
June 11, 2025 at 04:51 AM
د لوی اختر په ورځو کې د ښار پاکوالي په برخه کې د پل علم ښاروالۍ دوامداره هڅې:
نېټه: چهار شنبه، ۱۴۴۶/۱۲/۱۴
د پل علم ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ برخې زیارکښه کارکوونکو لخوا د لوی اختر په مبارکو ورځو کې په منظم ډول سره د پل علم ښار اړوند له بېلابېلو برخو څخه کثافات راټول او له ښار څخه لرې ټاکل شوي ځای ته انتقال شول.
د پل علم ښاروالۍ تل د ښار پاکوالي په برخه کې خپلې هڅې کړندۍ ساتلي؛ ترڅو پر مټ یې ښاریانو ته پاک او مناسب چاپیریال رامنځته شي.
#پل_علم_ښاروالۍ
#شاروالی_پل_علم
#pul_e_alam_municipality