🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
June 20, 2025 at 09:39 PM
*لنډه کيسه نشر کوونکی مات زړه 💔* *کړنګ شو مسينجر ته مې انجلۍ په نوم اکاونټ نه مېسج راغلو،سلام کلام وروسته يې خپله کيسه داسې پيل کړه:* *يو هلک سره له دوه کلنې مینې وروسته خبره شوم چې هلک د بلې انجلۍ سره تار اوږد کړي دی او په لنډ وخت کې به يې کوژده وشي! له تحقيق وروسته پوه شوم چې مور یې ورته د خپلوانو یوه نجلۍ خوښه کړې ده. نه یې راته ویلې ول، نه یې څه ښکارول، یوازې په تصادفي ډول مې واورېدل. چې و مې پوښتو، راته ویې ویل: هر څه تقدیر او نصیب دی، او ته زما په نصیب کې نه وې!* *ورته ومې ویل: ښه، زما وخت چې له تا سره مې ضایع کړ، هغه به څنګه شي؟ کوم هلکان چې تا لپاره مې رد کړل، هغه به څنګه شي؟’* *راته ويې ویل:که تا ته یو ښه سړی راغلی وای، ته به نه وای ما ته تم شوې...* *بيا يې ویل: هېر مې کړه، او داسې وګڼه لکه زه چې دې د تېر وخت یوه کیسه یم.* *نو، ولاړه شوم، پوښتنه مې وکړه،د انجلۍ کور مې پيدا کړو، رښتیا هم نجلۍ ښکلې وه، لکه په قالب کې چې جوړه وي! معلومه خبره ده چې سړی ښايسته ښځې ته د ټينګې نه دی او سخت پرې مین شوی و. ځکه نو له ما سره یې لوبه وکړه.* *ما هم کار پرېنښود. حجاب مې واغوست، دستکول مې غاړې ته کړو، جګ سينډل مې په پښو کړل، د خپلې خور د امیندوارۍ راپور مې واخېست، او روانه شوم د دوی کور ته. ورسېدم، سلام مې وکړ، نجلۍ ته مې وویل: مور دې راوغواړه.* *چې مور یې راغله، ورته ومې ویل:زه او پلاني له څلور کلونو راهیسې سره مئين شوي یو. د ده کورنۍ له ماسره مخالفت درلود، نو ځکه یې مه سره پټ واده وکړ. اوس امیندواره یم. خدای روي ته وګورئ،زما ژوند مه راخرابه وي. که خدای کول، چې اولاد مې وشو، پلان لرو چې له کورنۍ سره به یې خبره وکړو. خو تاسي راته په حلوه کې اغزي مه جوړيږئ.* *د هغې مور بېچاره ژړل پیل کړل، په غېږه کې يې ونيولم، ویې ویل: بريالئ دې وي لورې! والله که پوهېدو چې د هغه واده شوی وي، هیڅ به مو غاړه ورته ايښي نه واي!* *ما ورته وویل: د ده کورنۍ نه پوهېږي، ځکه نه غواړي تاسو ته ووایي.* *بیا زه ولاړه شوم. هغې مور قسم راکړ چې ډوډۍ به خورم، ما هم ډوډۍ وخوړه، چای مې وڅښلو، خداى پاماني مې وکړه او ووتلم.* *اوس مې واورېدل چې د دوی واده خراب شو، لکه زه چې له یتیمخانې راغلې یم!* *کور ته چې را وګرځيدم ، موبایل مې چپ (سایلنټ) و، کتل مې چې دی هغه ۱۲۵ زنګونه راغلي وو!* *زه اوس دمه اخلم، شين چاي څښم.* *مه ويل اوس يې په بې غمه زړه وڅښه 😜*
❤️ 😂 👍 🎉 💋 😮 19

Comments