🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
June 21, 2025 at 01:30 PM
*#ځــــــــــلا ناول* *#شپږمه: برخه* *نشر کوونکی مات زړه 💔🌹* ////////♥♥///////♥♥///////♥♥/////// *`دتیری برخې وروستې لفظونه`* هڅې مې وکړې چې هېره دې کړم؛ خو،‌ احساسوم بې له تا ژوند کولای نه شم. که ته هم ماته ورته احساس لرې؛ د رواجونو دا ذولنې ماتې کړه او کور کې دې خپل احساسات واضح ووایه. *`《 اوس شپږمه او روستۍ بــــرخــــه》`* که مې زړه راته دروغ ویلي و؛ زما لیک وسوزوه او دا اظهار مې یو خوب وګڼه. مینه مې غلطه مه درک کوه؛ په دې پوه شه چې ټول عمر به درسره مینه ولرم، خو؛ هېڅکله به بیا په مخه درنه شم او کله به دې په ژوند کې مداخله ونه کړم.‌ یو ساعت مې په لیک لیکلو تېر کړ؛ پاکټ کې مې واچاوه او سر مې ورته بند کړ. کور خوا یې وخوزېدم. یو ډول بد احساس راته پیدا شو. روح مې ناآرامه و. ځان سره مې فکر کاوه؛ ښایي دا احساس مې د یوې وېرې له امله وي چې ممکن هغه ما سره مینه ونه لري. د دروازې زنګ ته مې فشار ورکړ؛ لږ وروسته شاه بي بي ترور راغله. دروازه یې خلاصه کړه؛ ژړل یې. وارخطا مې ترې پوښتنه وکړه: څه شوې دي؟ ولې ژاړې؟ د هغې ژړا زور واخېست، مخ یې په څپېړو وواهه: ځلا بېګاه وسوزېده. ښایسته ځلا جانه مې لمبه شوه. د هغې د دې خبرې په اورېدو مې په سترګو تیاره راغله. کور ته مې دننه منډه واخېسته؛ هغې راپسې نارې کړې: هغه روغتون کې ده. شاه بي بي ترور نه مې د روغتون پوښتنه وکړه؛ هغه روغتون ته یې بېولې وه چې زه په کې بستر وم. ډرېور باندې مې چیغه کړه چې بیړه کوه. لنډه لاره وه؛ خو تر هغه ځایه رسېدل راته ډېر مزل شو. موټر لا سم ولاړ نه و چې دروازه مې خلاصه کړه او منډه مې کړه. روغتون څلور دهلېزونه درلودل؛ یوه کې مې منډه واخېسته، د څلورو خونو دروازې مې خلاصې کړې، هغه په کې نه وه. ډرېور مې راپسې راورسېد؛ هغه د معلوماتو له څانګې معلومه کړې وه چې هغه چېرته بستر ده. په منډه دویم پوړ ته وختو؛ د هغې خونه مو ومونده. پلار، مور، انا او نیکه یې لکه بې روحه جسمونه ورته ناست وو. جالۍ یې په سر غوړېدلې وه؛ ټوله سوې وه. په لیدو مې یې یوه چیغه له خولې ووته او نور په ځان پوه شوی نه وم.‌ وروسته یې په هوښ راوستم؛ حاجي میرویس او ډرېور مې سره ته ولاړ و. اوس نو زه خپله هم په بستر کې پروت وم او سیروم یې راته لګولی و. ستنه مې د لاسه لرې کړه او د هغې خونې ته مې منډه واخېسته. ښه ډېر مې وژړل؛ حاجي میرویس او مور یې هم راسره سمې چیغې ووهلې. نیکه او انا یې هم سترګو ته لاسونه نیولي و. حاجي میرویس په ژړا کې راته ویل: زمونږ د ژوند ځلا داسې شوه. مور او پلار یې داسې وو؛ لکه د ژوند ټولې اسرې یې چې ختمې وي. ځلا یوازې ښکلې نه وه؛ هغې کې انساني عاطفه او اخلاق دومره اوچت وو چې په ټولو یې ګرانه کړې وه. زه یې هم لکه مور او پلار، بې روحه جسم اتاق کې ورسره وم. همصنفیانې، ملګرې او خپلې یې چې خبرېدې، راتلې او چیغې یې ورته وهلې. هغې نه پخلنځي کې ګاز خلاص پاتې و. وروسته یې چې د ګازو منقل بل کړی و، پخلنځي ټول اور اخېستی و. د هغې سوزېدنه دویمه درجه وه. ښکلو سترګو ته یې باڼه پاتې نه وو؛ ښکلې وریځې یې نه وې. ګړګوتي وېښتان یې ټول لمبه شوي وو؛ د مخ پوښتکی او ټول وجود یې سوی و. حاجي میرویس غوښتل چې هند ته یې بوځي؛ خو، ډاکټرانو ورته وویل چې په داسې حالت کې یې ښورول نه دي په کار. هغه به په هوښ راغله، اوبه به یې کړل او بیا به بې سده شوه. درې ورځې وروسته سمه په هوښ راغله.‌ په سختۍ یې خبرې کولې. ډاکټرانو ډاډ راکړ چې ژوند ته یې خطر متوجه نه دی. هغه پوره دوه میاشتې بستري وه. ما سره یې هم لږې خبرې کولې. ځلا په شپږو میاشتو کې جوړه شوه؛ خو، هغه ځلا چې لکه څراغ به بلېده او تبسم به یې په شونډو ناست و، نه وه. یوه ډول خوی یې پیدا کړ چې چا سره کېناستل یې نه خوښېدل. حتی ما سره هم نه کېناسته او اکثر وخت یې خپله خونه کې تېراوه. هغه باڼه، هغه ول، ول وېښتان؛ ښکلې وریځې یې نه وې. په مخ او وجود یې سپین داغونه پیدا شوي وو. د هغې له سوزېدو اته میاشتې تېرې شوې وې چې تره یې د ټولې کورنۍ سره له انګلستانه راغی. درې ورځې یې تېرې شوې وې چې زه ورغلم. د ځلا د خواښې غږ دومره لوړ و چې ګاونډیو هم اورېدای شو؛ هغې ویل: زه مې د زوی ژوند تباه کولای نه شم. ځلا مې نوره د زوی لیاقت نه لري. د ځلا نیکه ورباندې چیغه کړه: ته ناولې شادي یې او زوی دې هم تا غوندې د بیزو ذات دی. هغه ناولی دې د ځلا په پښو کې حلال شي. زه وایم؛ ښه شوه چې ځلا وسوزېده خو د هغه شادي ښځه نه شوه. کنه زما دې تېروتنې به زما زنکدن راسخت کړی و.‌ د حاجي میرویس ورېندارې په سپکې لهجې وویل: سمه ده مونږ یې شادیان؛ ته دې د ښایست ملکې ته بل مېړه پیدا کړه. ټول عمر به د پلار په کور کېني. حاجي میرویس یې چې ورور ته مخامخ ناست و، هېڅ‌ نه ویل. ځلا وژړل او پاس منزل ته وخته. مور به یې هم خامخا په خپله خونه کې د لېوره د ښځې خبرې اورېدې او چې هغې به څه حال درلود، خدای پوهېږي. ما چې دا خبرې واورېدې، په دروازه کې مېخ شوی وم. زړه کې مې تېر شو؛ زه خو پردی سړی یم. باید لاړ شم او داسې باید وښایم چې ما هېڅ نه دي اورېدلي. خو؛ په زړه کې مې داسې اور بل و چې د تلو جرئت مې ونه کړ. بې ارادې شوم او ناڅاپه مې له خولې نه چیغه ووته: ځلا سره زه واده کوم.‌ د دې خبرې په کولو سره د ټولو راته پام شو چې دروازه کې ولاړ یم. حاجي میرویس راباندې چیغه کړه: دا څه بې ادبي ده استاد زړګیه!؟ زه ورغلم او د حاجي میرویس پښو ته کېناستم. حاجي صیب! زما زړه، جسم، روح او هر څه مې له تاسې پوروړي دي. خیر دی؛ ما داسې وګڼه لکه خپل اولاد، لکه خپل غلام. زه د ځلا لیاقت نه لرم؛ هېڅوک په نړۍ کې د هغې لایق نه دي. خو؛ زما زړه او زما روح د هغې دی. حاجي میرویس چې غوښتل کوم څه ووایي، پلار یې پرې غږ وکړ: زویه! هېڅ به نه وایې؛‌ تر اوسه مې د تقدیر دومره ښکلې فیصله نه وه اورېدلې. حاجي میرویس له ځایه پاڅېده: تر درې زره ډېرو کسانو مې د لور په کوژده کې ګډون کړی، هغه خلک به څه وایي؟ مونږ پښتانه یو او د ښځو لپاره مو یو ځل تقدیر لیکل کېږي. ورېندار یې چې د حاجي میرویس خبرې واورېدې؛ چیغه کړه: زما زوی پښتون نه دی؛ هغه انګرېز دی. په اکسفورد کې یې زده کړې کړي دي. زه به ستا پېسه لور ورته ونه کړم. زه دې د درې زرو خلکو په سر خاورې اړوم. لاړه او د خپل خاوند لاس یې ونیوه؛ له کوره ووتل. یو ژور سکوت خپور شو؛ زه هماغسې ناست وم. د حاجي میرویس مور راغله، خپل زوی مخې ته ودرېده: زویه! خلکو ته ووایه چې ما مې لور د یوه انګرېز نه خلاصه کړه، یوه افغان مسلمان ته مې ورکړه. که خلکو کې افغاني غرور و، ستا تصمیم به وستایي او که په چا کې هغه غرور نه و، د خبرو پروا یې مه کوه. زما او د پلار فیصله دې همدا ده چې ځلا د استاد زړګي ده؛ که دې فیصلې ته نه ووایې، زه به مې خپلې شیدې درونه بښم او د تل لپاره به دې له کوره لاړه شم. حاجي میرویس په ژړا شو؛ مور او پلار یې په غېږ کې ونیوه. هغه داسې شوی و، لکه ماشوم چې وي. اوښکې یې پاکې کړې، راغی او زه یې د لاسه ونیولم. بیا یې غېږ کې ټینګ ونیولم: پلار مې رښتیا وایي: ښایي د تقدیر تر ټولو ښکلې فیصله ستا او د ځلا یو ځای کېدل وي. خو ګوره دا په یاد وساته! ماته مې لور هغسې ښکلې ښکاري، لکه پخوا چې وه. که ته غواړې د دې لپاره واده ورسره وکړې چې تا سره یې کړې مرستې جبران کړې، دا کار مه کوه. ما وویل: حاجي صیب! بې له ځلا نه ژوند کول راته ممکن نه دي. د ځلا نیکه راته وویل: ورشه زویه! ځلا د مایوسۍ له نړۍ نه راوباسه. هغې بیزو یې ځیګر په چړو وواهه. پاس ورغلم؛ هغه یې خپله خونه کې هېندارې ته ولاړه وه. هغې په آئینه کې ولېدم؛ ژر یې خپلې اوښکې پاکې کړې. نږدې ورغلم؛ غوږ ته یې نږدې شوم: یو څه درته ووایم؟ هغې چې هماغسې هېنداره کې خپلې څېرې ته کتل، وویل: دا راته وایې چې نوره ښکلې نه یم؟ ما ورته کړل: نه،‌ بس یوه لنډه جمله. هغې اسوېلی واېست: ووایه! زه یې غوږ ته نور هم نږدې شوم: درسره مینه لرم. هغه یو ناڅاپه راتاوه شوه: په ځیر یې زما سترګو ته وکتل. زما په سترګو کې اوښکې ډنډ وې. ښایي دا هغه جمله وه چې د ډېرو حقارتونو او مجبوریتونو په ځنځیرونو تړلې وه او په آزادېدو سره یې هغه هر څه راپه یاد کړل. ښایي دا هغه جمله وه چې ځلا یې د اورېدو لپاره ډېر انتظار کړی و. د هغې له سترګو اوښکو دارې وکړې، سلګو پسې واخېسته، ناڅاپه یې ځان زما غېږ کې واچاوه؛ دواړو یو بل ټینګ غېږ کې نیولی و او ژړل مو. یوه اونۍ وروسته مو د واده نېټه وټاکل شوه؛ د کارت لیکلو په وخت کې مې خسر راته وویل: دومره وخت مې که پوښتنه نه کوله، اوس مجبور یم چې درته ووایم. په کارت کې ستا له لوري بلونکو کې څوک ولیکم؟ ما ورته کړل: ګل رحمن خسر مې وویل: پلار، تره، ورونه یا نور څوک دې نشته؟ ما ورته وویل: ماشوم وم چې مور او پلار مې په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شول. زه مې یوې بې اولاده عمه ستر کړم چې هغه هم څلور کاله وړاندې مړه شوه. زما په دې دنیا کې هېڅوک نشته. حاجي میرویس چې زما د بیکسۍ او د مور او پلار د مرګ واورېدل؛ خواشیني شو. ژر یې پام شو چې د خوشالیو ډکې شېبې مې هسې په یوې پوښتنې تراژیدې کړې، نو یې راته کړل: که زما همزولی نه وې، ما به درته ویلي و چې خیر، زه دې د پلار په ځای یم. ما ورته وویل: دا ته څه وایې حاجي صیب! زه اوس دېرش کلن کېږم او ته تر پنځوسو واوښتې. هغه راته وویل: که د سر سپین وېښتان شمار کړو، بیا به یې زه درنه ګټم.‌ واده ته مې وزیران، وکیلان، د دولت ټول مهم چارواکي راغلي وو. حاجي میرویس یې وروسته له پرېکړې ډېر خوشاله و. خو؛ تر هغه ګل رحمن زیات خوشاله ښکارېده. هغه ته مو په لومړي ځل درېشي اغوستې وه او نېکټایي مو ورتړلې وه. چې ورکتل به مې، خندا به راتله؛ ډېر متفاوت ښکارېده. ځلا د واده په شپه راته وویل: ما اورېدلي و چې د دوه مئیانو تر منځ اوه سیندونه دي چې یو یې د اور دی؛ که عاشقان غواړي یو بل ته ورسېږي، نو له هغو باید تېر شي. خو؛ زما او ستا منځکې یوازې هماغه د اور سیند و؛ چې له هغه در تېره شوم، تر تا درورسېدم. ما ورته کړل: هو! زه خوارکی به اکثر د اوبو (اوښکو)‌ سیند کې لاهو وم او لامبو مې هم نه وه زده. اوس مو د ګډ ژوند اته کاله پوره کېږي؛ په ځلا، تر هغه وخته زیات مین یم. د هغې په څنګ کې د ژوند هره شېبه ښکلې ده. د ګلابو د ونې غوټۍ مې هم غوړېدلي چې زوی مو اباسین دی او لور مو موسکا نومېږي. اباسین یې نیکه ته ورته دی او موسکا یې ټوله د مور په شان ده. (پای)
❤️ 👍 🥰 💋 🫶 26

Comments