
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
June 21, 2025 at 06:14 PM
*نيمګړي مينه ناول*
*نشر کوونکی مات زړه 💔*
*0730150559*
*اوله (لومړي) برخه.*
*باید تر سبا پورې 200لایکونه واخلي*
د کورنۍ اوه غړی وو.
ډیر خوږ، آرامه او له میني څخه ډک ژوند مو درلوده.
مور پلار زه او دری می ورونه او یوه نازولی خورکي مي وه.
کلیوال ژوند مو درلوده خو د سختی ژوند وو.
پلار جان می د ښوونکي مقدسه دنده پر مخ بیوله. او ورسره ئې زما په شمول زمینداری هم کوله.
ما هم خپل درسونه او مکتب په غاړه درلوده.
پلار جان می راسره ډیر کوشش کوه.
خو خپله هم له ذهنه ښه وم.
ژوند وو تیریده که په ولږه وه که په تنده وه او که په مړه خیټه خو ژوند مو پدی سیستم روان وو.
تقريباً يوولسم ټولګي ته چې ورسیدم نو د ژوند په سیستم کي مو لږ څه؟ چې ډیر تغيرات راغلل.
هغه داسې چې کاکا دوي مي د مهاجرت ژوند څخه بیرته خپل وطن ته را ستانه شول.
خو د هغوی د ژوندکولو سیستم نسبت موږ ته ډیر ښه وه.
ځکه چې شخصي کاروبار ئې درلوده او مالداره ول.
د ډیري مالداري له وجهي ئې نظر په ځمکه نه لږیده.
د کورنۍ ټول پنځه غړی ول.
مور پلار دوه ورونه او یوه خور.
د کاکا بچیان می په وړکتوب کې لیدلي ول خو د هرڅه نه وړاندي زه مي د کاکا د بچیانو لیدو ته لیوال وم چې اوس به څه قسم شوی وي.
کورنۍ تګ راتګ مو سره ورځ تر بلی ښه کیده.
زه نو خپلو درسونو کې مصروف وم لږ نه چې ډیر مصروف وم.
پدي خاطر غوښتل مي چې دری کلنۍ نمري مي په عالَی درجه کي راشي.
ځان مي هیڅ بیکاره نه پریښوده ورسره مي ځیني کورسونه هم تعقیبول.
د کاکا کور مي څه نا څه زموږ څخه لري هم وو.
او تقريباً دری څلور میاشتي وروسته مي
یوه ورځ نیت وکړ چې د کاکا کورته مي ولاړ شم د هغوی پوښتنۍ ته. او لمړی ځل مي دي چې هغوی کره ځم.
خو لاړم کور کې یواځی مي د کاکا ښځه او لور يي ول پدی وخت کی می په داسی چا سترګی ولږیدی چې د ښاپیری سره یی هیڅ فرق نه کیده هغه بل څوک نه د کاکا لور می وه چی ډیره وړکتوب کی می لیدلی وه ومی نه پیژندله مخکی له دی چی وپوښتم د ماما ښځی می راته وویل چی دا ښاپیری ده چی زه یی لیدو ته ډیر لیوال وم خو په پیغلتوب کې د ریښتوني #ښاپیري څخه کمه نه وه.
نور څوک نه ول خپل کارونو پسي تللی ول.
لمړی ځل مي دي او ۸ کاله بعد می د کاکا ښځه او لور ولیدل.
خو روغبړ مو سره وکړ.
خو د کاکا د لور په لیدو ځان سره یو قسم خوښ وم.
خو په علت ئې زه هم پوه نه وم.
د کاکا ښځه مي لږه نه چې ډیره زیاته راته په غصه هم وه چې ولي همداسي څوک کوي. ځکه چې ډیر وروسته ئې کورته ولاړم.
ورته مي وویل ماني ملامته نه یم اخیرني کلونه می دی په درسونو کې ډیر مصروف یم.
باید زیات درسونه ووایم.
پدی وخت کې مي کاکا هم راغي.
خو روغ بړ مو سره وکړ.
د مصروفیت پوښتنه ئې راڅخه وکړه.
مخکی له دي چې زه ورته ووایم د کاکا ښځی مي هرڅه ورته وویل.
کاکا مي بس همدومره وویل چې نن سبا درس په درد نه خوري.
خواشینی شوم خو څه مي ونه ویل.
ډیر وخت ناست وم غوري مو سره وکړی.
اراده می نوره د تللو وکړه.
د کاکا لور مي راته ډیره البته ټول راته ډیر کلک شول د شپي پاتی کیدو یی راته وویل.
خو پاتی نشوم راغلم خپل کور ته.
څو هفتی وروسته ناست وم کمپيوټر کي مي ګوتی وهلی چې د تره ښځه او هغه مونږ کره راغلل.
ښه راغلاست ته یی له خونی بیرون ووتلم.
خو د هغي په لیدو به یو قسم خوشحاله کیدم.
مورجانۍ سره مي لاړل لویی خوني ته.
څه ځنډ وروسته نو لمر دسي په غړغړو وه چې د کاکا ښځی مي د تللو اراده وکړه.
خو زه او مورجانه مي ورته د پاتي کیدلو لپاره ډیر کلک شولو.
پدي وخت کې دا را جیګه شوه او راته یی وویل هغه ورځ ته ښه پاتي شولی کنه؟
ما ورته وویل خه نو قصد کوی.
که داسي وي نو کولی شې چې ته لاړه شي.
خو د کاکا ښځه مي نه پریږدم چې لاړه شي.
پدی وخت کي مي د کاکا ښځی.
زموږ خبری قطع کړی او وي ویل چې موږ کي باید یوه کورته لاړه شي.
ځکه چې د کور کار لپاره په کور کې نور څوک نشته
ورته مي وویل #ښاپیری به لاړه شي خو ته نشي تللی.
مخکی له دي چې څوک څه ووائې مورجانۍ مي راته وویل چي #ښاپیری باید ته کورته ورسوي.
ددی خبری په اوریدلو هغی یو قسم اکت وکړ.
خو پریږده ئې زه لاړم د ملګری څخه مي موټر راوړ چې محترمه ورسوم.
په موټر کي ناست وو چې زما په اړه ئې پوښتنی شروع کړی.
چي څه کار څه مصروفیت او په راتلونکي کي څه کول غواړي؟
خو هرڅه مي ورته وویل.
کور ورسیده ماته ئې وویل راځه ښکته شه چي دمه دي پوره شوه بیا به لاړ شي.
خو ښکته نه شوم.
او بیرته راغلم ځکه چي موټر مي د ملګری وه ځنډ می نشو کولي.
❤️
👍
💋
💓
🤍
🤦♂
🩵
30