اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
June 14, 2025 at 03:09 PM
ځينو خلکو دا تبصره وکړه چې د ايران سترو اشخاصو وژل کيدو ستر سبب دا دی چې د هغوی حکومت مشروع نه دی، خلک ورسره ولاړ نه دي . دا خبره ځکه ناسمه ده چې د ملايانو مخالفين هم کوم مشروع حکومت نه غواړي، بلکه هغوی د پهلوي حکومت غواړي، د ايراني انقلاب نه مخکې د پهلوي خاندان ۵۴ کاله حکومت کړی وو، چې هيواد يې د سترو ناخواليو تر څنګ مکمل د غرب په غيږه کې ورکړې وو، پهلويان نه په مشروع طريقه راغلي وو او نه يې کوم انتخابات کړي وو . خو چونکه رضا شاه پهلوي انتهای ستر او متشدد ملحد دی او په ايران کې هم د غربي افکارو متشدد شکلونه موجود دي لکه راديکال فيمينزم، راديکال الحاد ، راديکال مارکسيزم او او ..... نو ځکه پلويان هم د کلک او متشدد الحادي پاچا او حکومت پرته بل څه نغواړي، او کنه يې د ايران آخوندانو خو دوی ته د هرې مردارئ اجازه هم ورکړې ده ، هر ډول کتابونه هم چاپ کېږي او چندان مذهبي فيصلې هم نه کوي خو دغه مخالف عوام يې بيا هم د آزادي او زندګي نعرې پورته کوي . ځينې وخت دوی د خوسکي پسې ټيلر وتړي او ټول حکومت يوازې په دې چپه کول غواړي چې دا خو د آزادي خلاف دی او وګوره مهسا اميني يې مړه کړه باید حکومت ختم شي . آن تر دې چې وس يې هيواد په سخت حالت کې دی او دوی ورته چکچک وهي، يعنې دوی کې هغه وطني حِس هم دومره نشته چې د حکومت سره مخالف ياست وطن سره خو نه يې نو بيا ولې د وطن په سپکاوي او تباهي خوښ ياست ؟ د‌ دې اصل لامل دا دی چې د غرب زده ګي ( westoxification) د انسان نه د ايمان تر څنګ وطني احساس هم اخلي او انسان مکمل بېګانه کوي، بيا انسان آبرو او ننګ نه پيژني چې اګر که حکومت بل دی خو وطن خو خپل دی ولې پرې د بل چا ګزار وزغمل شي ؟ سر سيد احمد خان د غرب نه ډېر متاثره وو، هغه به ويل چې دا د الله لوی فضل دی چې برطانيه هندوستان ته راغله، يعنې هغه استعمار چې ټول تاريخ کې مردود بلل کېږي بيا هم يو فضل ورته ويل کيږي . استاد اسامه جوهري

Comments