
اسلام؛ د ژوند قانون
June 21, 2025 at 09:32 AM
*امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د ویاند لخوا خبرتیا!*
موږ څو ځله هغو ترانه ویونکو ته یادونه کړې چې ترانې په داسې بڼه وړاندې کوي چې له موسیقۍ سره ورتهوالی لري. یو ځل بیا تاکید کوو چې ترانې او نعتونه د پوهې، فکري پراختیا او ټولنیز لیدلوري لپاره هغه ژبه ده چې تاثیرات یې هېڅوک نشي انکارولی.
پر همدې اساس، موږ ټول مسؤلیت لرو چې د دې فصل له تحریف، بېارزښته کولو څخه ډډه وکړو. پکار ده چې د ترانو ویلو په برخه کې اصولي، اخلاقي او ارزښتي میتودونه وکارول شي.
یادونه: د امربالمعروف،نهي عن المنکراو شکایتونواوریدلو وزارت له خوا به له سرغړوونکو سره اصولي چلند وشي.
