
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 20, 2025 at 05:39 PM
*نوزاد ولسوالۍ کي د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول په موخه څارنه ترسره سوه:*
په نوزاد ولسوالۍ کي د ولایت مقام صنعت او سوداګرۍ ریاست په هدایت د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول جوړي سوي کمېټې ددغه ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي د یو شمېر هټیو څخه څارنه وکړه.
دغه کمېټه کي چي ولسوالۍ مقام یې په په لومړي سر کي قرار لري تر څنګ یې امنیه قومانداني،استخباراتو،عامي روغتیا او ښاروالۍ مسؤولین ګډون لري.
مسؤولین زیاتوي چي د یادي کمېټې د جوړېدو موخه احتکار مخنیوی او نرخونو کنټرول دی؛ زیاتوي چي نن دغه کمېټې د نوزاد ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي د تېلو پمپونو څخه د څارني تر څنګ د یو شمېر هټیو څخه هم څارنه وکړه.
د مسؤولینو په خبره چي تېلو پمپونو او هټیوالو ته سپارښتنه وسوه تر څو د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د ټاکل سوي نرخمنامې مطابق پلور وکړي.
هیره دي نه وي چي دغه کمېټه به ددغه ولسوالۍ په مېله ځایونو او نورو سیمو کي هم ورته څارني ترسره کړي او هغه کسان به د قانون منګولو ته وسپارل سي چي د ټاکل سوي نرخنامې څخه په لوړه بیه پلور کوي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۳ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.