
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 21, 2025 at 06:02 AM
*د هلمند امنیه قوماندانۍ اړوند یو شمېر ټاکني تر سره سوې:*
نن ورځ شنبه، د هلمند ولايت امنيه قوماندانۍ مقام د لزوم ديد او په چارو کي د لا چټکتیا او سمون په موخه یو شمېر ټاکني تر سره سوې.
د یادو ټاکنو له جملې څخه د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیریت اختطاف مخکنی آمر ملا عبدالخالق (حاجي عادل) د باباجي ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ د اداري چارو مرستیال په توګه، د باباجي ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ مخکنی د اداري چارو مرستیال مولوي شراف الدین (مولوي آغا) د جنایي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیریت اختطاف د آمر په توګه، مولوي عبدالاحد (حنفي) د جلب او جذب قوماندانۍ د ټولۍ محل تجمع مخکنی قوماندان د تامیناتي چارو معاونیت لوژستیک مدیریت د پلان آمر په توګه، الحاج مولوي عزیز الله (محسن) د ګرمسېر ولسوالۍ مخکنی قوماندان د جلب او جذب قوماندانۍ د ټولۍ محل تجمع قوماندان په توګه، الحاج ملا محمد رحیم (حسین) د شپږمي امنیتي حوزې د اداري او تامیناتي چارو مرستیال په توګه، ملا قدرت الله (کامران) د جلب او جذب محل تجمع مخکنی اداري مرستیال د جلب او جذب محل تجمع قوماندانۍ د بلوک قوماندان په توګه، عبدالستار (سیرت) د جلب او جذب قوماندانۍ د پلان او اوپراسیون مخکنی آمر د امنیه قوماندانۍ د قرارګاه ټولۍ قوماندانۍ د دلګۍ د قوماندان په توګه، غلام محمد (حماس) د شپږمي امنیتي حوزې مخکنی اداري او تامیناتي چارو مرستیال د جلب او جذب قوماندانۍ د پرسونل د مواظبو د مسئول په توګه او محترم محمد یونس جلال د مخابرې مدیریت مخکنی مرستیال د جنایي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیریت د تحلیل او ارزیابي د مدیر په توګه وټاکل سوه.
دامنیه قوماندانۍ ویاند ملاعزت الله حقاني وایي:ټاکل سوي کسان اړوند مسئولیتونو ته د یو لړ مراسمو پر مهال معرفي کړل سوه چي پر مهال یې د هلمند امنیه قوماندانۍ اداري چارو مرستیال الحاج مولوي اکرام الدین بصیري صاحب، د امنیت داخلي عمومي مدیریت مدیر الحاج ملا عبدالمجید منصوریار صاحب او یو شمېر نورو مسئولینو حضور درلود.
د یاد معرفت پر مهال د مسئولینو له لوري تغیر او تبدیل د نظام یو اصل یاد کړل سو او په چارو کي یې تغیرات او ټاکني د مشرانو حکمت او مصلحت وباله.
نېټه: ۱۴۴۶/١٢/٢۴ هـ ق.
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.