
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 21, 2025 at 08:59 AM
همداراز د یادو ټاکنو له جملې څخه د امنیه قوماندانۍ امنیتي قرارګاه ټولۍ مخکنی قوماندان ملا عبدالقدوس (معراج) د لوی لاري لومړی امنیتي کنډک قوماندان په توګه، د لوی لاري لومړی امنیتي کنډک قوماندان حافظ ملا رفیع الله (محمدي) د امنیت داخلي عمومي مدیریت د اطلاعاتو تعقیب او را ټولولو آمریت د آمر په توګه او د امنیت داخلي عمومي مدیریت د اطلاعاتو تعقیب او را ټولولو آمریت مخکنی آمر ملا عبدالولي (حاجي بلال) د امنیه قوماندانۍ امنیتي قرارګاه ټولۍ د قوماندان په توګه وټاکل سو.
په ورسپارل سویو مسؤلیتونو کي ورته د الله تعالیٰ جل جلاله له لوري د ښه خدمت کولو غوښتونکي يو.