
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 21, 2025 at 08:59 AM
*باباجي ولسوالۍ کي د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول په موخه څارنه ترسره سوه:*
په باباجي ولسوالۍ کي د ولایت مقام صنعت او سوداګرۍ ریاست په هدایت د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول جوړي سوي کمېټې ددغه ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي دتېلو پمپونو درملتونو او یوشمېر هټیو څخه څارنه وکړه.
دغه کمېټه کي چي د ولسوالۍ مقام یې په په لومړي سر کي قرار لري تر څنګ یې امنیه قومانداني،استخباراتو،امربا المعروف،عامي روغتیا او ښاروالۍ مسؤولین ګډون درلود.
مسؤولین زیاتوي چي د یادي کمېټې د جوړېدو موخه داحتکار مخنیوی او نرخونو کنټرول دی؛ یادي کمېټې دباباجي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي د تېلو پمپونو څخه د څارني تر څنګ د یو شمېر هټیو څخه هم څارنه وکړه.
د مسؤولینو په خبره چي تېلو پمپونو او هټیوالو ته سپارښتنه وسوه تر څو د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د ټاکل سوي نرخمنامې مطابق پلور وکړي.
یادونی وړده چي یادي کمېټې ددغه ولسوالۍ په مېله ځایونو او نورو سیمو کي هم ورته څارني ترسره کړي او هغه کسان یې د قانون منګولو ته وسپارلي چي د ټاکل سوي نرخنامې څخه په لوړه بیه پلور کړی دی.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۴ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.