هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 21, 2025 at 06:41 PM
*هلمند کي د ولایتي پرمختیایي کمېټې غونډه ترسره سوه:* نن د هلمند ولایت مقام د غونډو په تالار کي د ولایتي پرمختیایي کمېټې غونډه د ولایت مقام په مشرۍ چي د دارالانشاء چاري یې د اقتصاد ریاست په غاړه دي ترسره سوه. دغه غونډه کي ولایت مقام دفتر رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن"حذیفه"صاحب ،اقتصاد ریاست مرستیال منیراحمد"زغم"ولایت مقام پلان جوړوني او ارزوني آمر حبیب الرحمان"ممتاز"سکتوري ریاستونو مسؤولینو/ استازو او د مؤسساتو مسؤولینو ګډون درلود. په پیل کي اقتصاد ریاست مرستیال خبري وکړې، دغه ډول غونډي جوړېدل یې د کارونو چټکتیا او لا ترقۍ په برخه کي ډېري اغېزمني وبللې وې ویل: چي د مؤسساتو مسؤولین مکلف دی چي د خپلو فعالیتونو شپږ"۶" میاشتنی راپور د اقتصاد ریاست سره شریک کړي؛ښاغلي زغم وویل: مؤسساتو مسؤولین دي هیچا ته په چارو کي د مداخلې حق نه ورکوي خو سکتوري او د څارني برخي اړوند ریاستونو ته دي د څارني اجازه ورکړل سي تر څو د پروژو د تطبیق څارنه وکړي. ښاغلي زغم په نننۍ غونډه کي مؤسساتو مسؤولینو او استازو ته په اشارې وویل: موږ د اقتصاد وزارت موافقې پرته چاته په ولایتي کچه د فعالیت اجازه نه ورکوو؛وې ویل: موږ ژمن یو چي د خپلو امراو امرونه پرځای کړو او د هغوی د هدایت سره سم چاري مخته یوسو. ولایت مقام د پلان جوړوني او ارزیابۍ آمر د خپلو خبرو پر مهال وویل: دغه غونډي کي چي د کومو ستونزو یادونه کېږي باید د حل په برخه کي یې سکتوري ریاستونه او غیري امارتي ادارې په همکارۍ لاس په کار سي. نوموړي د پروژو په تطبیق، استخدام او پروژو اعلان برخو کي پر شفافیت ټینګار وکړ وې ویل: چي په ګډه باید د هېواد آبادۍ او ترقۍ لپاره کار وکړو. همدا راز په نننۍ ناسته کي د سکتوري ریاستونو رئیسانو او استازو د چیک ډېمونو/پلونو او پلچکونو جوړولو تر څنګ راستنېدونکو هېوادوالو لاسنیوي او له هغوی سره هر اړخیزه همکاري، روغتیايي ،پوهنیزي،بیا رغنیزي،ستونزي او غوښتني په یاده غونډه کي د حل په موخه شریکي کړې وې ویل: چي خلکو ته باید په منظم ډول خدمات وړاندي سي تر څو خلک مو د هوساه ژوند څخه برخمن اوسي. ورته مهال د غیري امارتي ادارو مسؤولینو د خپلي ادارو اړوند پلانونه او پرمختګونه د غونډي ګډونوالو سره شریک کړه ژمنه یې وکړه چي خلکو ته به د خلکو او ولایتي ادارې په غوښتنه خدمات وړاندي کړو. یادوني وړ ده چي د کارونو سمون،پراختیا او چټکتیا په موخه دغه ډول غونډي په تېر کي هم ترسره سوي دي. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۴ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments