هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 21, 2025 at 06:44 PM
*د معیوبو مجاهدینو لپاره خبرتیا!* دهلمند امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کي لیکي: د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اړوند د هلمند ولایت ټولو مجاهدینو ته خبر ور کول کیږي هغه مجاهدین چي پښې یې تر زنګون لاندي قطع سوي وي د کورنیو چارو وزارت اړوند په ٣٠٠/درې سوه بستریز روغتون کي مصنوعي پښې ورته پیوند کیږي چي د معیوب مجاهدینو ستونزي به تر زیاتي اندازې پوري حل کړل سي. د هلمند امنیه قوماندانۍ د ٢٠/شل بستریز روغتون آمریت چي په مرکز لښکرګاه کي موقعيت لري ټول مجاهدین چي د یادي ستونزي سره مخ دي نو ژر تر ژره دي په نوموړي شل بستریز روغتون کي نوم لیکنه وکړي. نېټه:١٤٤٦/١٢/٢٤ هـ ق. هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments