هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 22, 2025 at 12:33 AM
*ناوې ولسوالۍ کي د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول په موخه څارنه ترسره سوه:* د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کي د ولایت مقام صنعت او سوداګرۍ ریاست په هدایت د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول جوړي سوي کمېټې ددغه ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي دتېلو پمپونو،ګاز فروشیو او یوشمېر هټیو څخه څارنه وکړه. دغه کمېټه کي چي ولسوالۍ مقام یې په په لومړي سر کي قرار لري تر څنګ یې امنیه قومانداني،استخباراتو،عامي روغتیا او ښاروالۍ مسؤولین ګډون لري. مسؤولین زیاتوي چي د یادي کمېټې د جوړېدو موخه احتکار مخنیوی او نرخونو کنټرول دی؛ زیاتوي چي نن یادي کمېټې د ناوې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي د تېلو پمپونو،ګازو فروشیو څخه د څارني تر څنګ د یو شمېر هټیو څخه هم څارنه وکړه. د مسؤولینو په خبره چي تېلو پمپونو او هټیوالو ته سپارښتنه وسوه تر څو د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د ټاکل سوي نرخمنامې مطابق پلور وکړي. یادوني وړ ده چي د یادي څارني په پایله کي "۴" د تېلو پمپونه د ټاکل سوي نرخنامې څخه په زیاته بیه د پلور له امله وتړل سوه. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments