هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 22, 2025 at 12:34 AM
*کجکي ولسوالۍ کي د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول په موخه څارنه ترسره سوه:* د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کي د ولایت مقام صنعت او سوداګرۍ ریاست په هدایت د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول جوړي سوي کمېټې ددغه ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي دتېلو پمپونو ،درملتونو او یوشمېر هټیو څخه څارنه وکړه. دغه کمېټه کي چي د ولسوالۍ مقام یې په لومړي سر کي قرار لري تر څنګ یې امنیه قومانداني،استخباراتو،امربا المعروف،عامي روغتیا او ښاروالۍ مسؤولین ګډون درلود. مسؤولین زیاتوي چي د یادي کمېټې د جوړېدو موخه داحتکار مخنیوی او نرخونو کنټرول دی؛ یادي کمېټې دکجکي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي د تېلو پمپونو څخه د څارني تر څنګ د یو شمېر هټیو څخه هم څارنه وکړه. د مسؤلینو په خبره چي تېلو پمپونو او هټیوالو ته سپارښتنه وسوه تر څو د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د ټاکل سوي نرخمنامې مطابق پلور وکړي. یادونی وړده چي یادي کمېټې ددغه ولسوالۍ په مېله ځایونو او نورو سیمو کي هم ورته څارني ترسره کړي او هغه کسان یې د قانون منګولو ته وسپارل چي د ټاکل سوي نرخنامې څخه په لوړه بیه پلور کړی دی. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments