هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 22, 2025 at 12:35 AM
*هلمند پوهني رئیس د یاد ریاست د آمریتونو او مدیریتونو څخه څارنه وکړه:* تېره ورځ د هلمند ولایت پوهني رئیس الحاج مولوي محمد عوض"انصاري"صاحب د یاد ریاست د"۴" آمریتونو او"۲۷" مدیریتونو څخه څارنه وکړه. پوهني رئیس د یادي لیدني پر مهال آمرینو او مدیرانو ته د دندي ترسره کولو اړوند یو لړ سپارښتني وکړې،هغه وویل: چي د مراجعینو سره باید نېک چلند وسي او د هغوی ستونزي پر وخت او زمان حل کړل سي. ورته مهال پوهني ریاست کارکوونکو د یاد ریاست رئیس ته ډاډ ورکړ وې ویل: موږ به پوره اخلاص او صداقت سره خپلي چاري مخته یوسو او د مراجعینو ستونزو ته به پر وخت رسیدنه وکړو. یادوني وړ ده چي د یاد ریاست رئیس تر دې وړاندي هم ورته څارني ترسره کړي دي. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments