هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 22, 2025 at 06:49 AM
*احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول کمېټې غونډه ترسره سوه:* تېره ورځ د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ مقام کي د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول په موخه غونډه د ولسوال الحاج مولوي محمدنبي" محمدي" صاحب په مشرۍ ترسره سوه. په یاده غونډه کي د ولسوال ترڅنګ د استخباراتو مسؤول حاجي سعید مولوي صاحب، ښاروالۍ استازي محمد آغا صاحب، امنیه قوماندانۍ مرستیال ثاني صاحب او عوایدو او عامي روغتیا مسؤولینو ګډون درلود. غونډه د احتکار مخنیوي، د بازار د نرخونو د کنټرول او د اړوند ارګانونو د لا همغږۍ په موخه رابلل سوې وه. د موسی کلا ولسوال د یادو ادارو له لوري د استازو تر معرفي کېدو وروسته د احتکار مخنیوي په موخه رسمي کمېټه فعاله سوه. د کمېټې اړوند لازمي خبري، مشورې او مهم تصمیمونه ونیول سوه او پرېکړه وسوه چي د کمېټې عملي کار به له نن ورځي رسماً پیل سي. یادوني وړ ده چي یاده کمېټه به په دغه ولسوالۍ کي د احتکار مخنیوی او نرخونو کنټرول وکړي. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments