هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 22, 2025 at 06:50 AM
                               
                            
                        
                            *لښکرګاه ښاروالۍ کي د کارونو د لا ښه سمون په موخه ټاکني ترسره سوې:* 
تېره ورځ د لښکرګاه ښاروال الحاج حافظ صديق صاحب په هدايت، د چارو د لا ښه سمون په موخه د لښکرګاه ښار اړوند يو شمېر شعباتو لپاره مديران په دنده وګمارل سوه.
حافط عبدالخالق "عباس" د تحصيلۍ د مدير په حيث او  عبدالغني د ښاري نظم د مدير په حيث په دنده وګمارل سوه. 
د کار کوونکو چارو عمومي مدير عبدالسلام او د دفتر عمومي مدير همايون "داوري" له لوري ياد کسان اړوند شعباتو ته معرفي سوه، د شعبې اړوند کار کوونکو څخه و غوښتل سوه چي په چارو کي پوره همکاري ور سره وکړي.
 داوري د خپلو خبرو پر مهال وويل: د لښکرګاه ښاروال د هدايت سره سم د نن څخه وروسته ذکر سوي اشخاص د مقام له لوري تاسو ته معرفي دي او د اصولو په نظر کي نیولو سره به خپلي چاري په ښه ډول مخ ته يوسي.  
يادوني وړ ده چي لښکرګاه ښاروالي د اته ګونو ناحيو درلودونکې ده چي هره ناحيه په خپله سیمه کي د ښاريانو ستونزو ته رسېدنه کوي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.