
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 22, 2025 at 07:13 AM
*د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د قوماندانۍ د مخ سړک د لېول کارۍ چاري رواني دي:*
دلښکرګاه ښاروال الحاج حافظ صديق صاحب په هدايت د لښکرګاه ښار د درېيمي او شپږمي ناحيو اړوند سیمو کي د امنيه قوماندانۍ د مخ د سړک د قيرريزي کولو او په اساسي ډول د پخولو اوليه چاري رواني دي.
ياد سړک چي د بېلا بېلو ناحيو د اوسيدونکو لپاره زيات ارزښت لري د لښکرګاه ښاروالۍ په انکشافي بودیجه او مالي لګښت په اساسي ډول قيرريزي کېږي د قيرریزي کولو په موخه لومړنۍ چاري چي څه موده مخکي پيل سوې بشپړیدونکي دي.
مسؤولین زیاتوي چي د ياد سړک د چارو څخه هره ورځ د نظارت او ارزيابۍ د آمر او د انجنيرۍ عمومي مديريت اړوند انجنيرانو له لوري څارنه ترسره کېږي ترڅو د سړک د رغوني چاري په ښه ډول تر سره سي.
يادوني وړ ده چي د لښکرګاه ښاروال له لوري د روانو پروژو څارنه تر سره کېږي، قراردادي شرکتونو ته لازمي سپارښتني کېږي ترڅو د پروژو چاري په لوړ کيفيت او دقت سره تر سره سي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.