
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 22, 2025 at 07:13 AM
*مارجې ولسوالۍ کي د عشر راټولولو چاري وارزول سوې:*
د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کي د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د عشر د تنظیم آمر قاري مولوي حمدالله "بشیراحمد" او د عشر او زکات د محاسبې آمر مولوي نورمحمد" محمدي "له لوري د عشر راټولولو بهیر وارزول سو.
په دې ارزونه کي د سیمي له مسؤولینو، علماء کرامو د عشر راټولوونکو مسؤولینو او عامو خلکو سره لیدني وسوې او د عشر اړوند کتابچې او د زېرمه سویو غنمو وضعیت وکتل سو چي د ارزوني پایلو وښوده چي چاري په شفاف ډول پر مخ رواني دي.
یادوني وړ ده چي تېر کي هم ورته څارني ترسره سوي دي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.