هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 22, 2025 at 07:17 AM
                               
                            
                        
                            *هلمند کي د قدرت سمیع تخمونو تولیدي شرکت له چارو لیدنه ترسره سوه:* 
دهلمند ولایت کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د جنوب غرب زون د تخمونو تصدیق ورکولو آمریت له لوري، نن د "قدرت سمیع اصلاح سویو تخمونو تولیدي شرکت" څخه لیدنه ترسره سوه.
د دې لیدني موخه، د اصلاح سویو غنمو تخمونو د پروسس، کیفیت او تصدیق بهیر ارزول وه.
د یاد آمریت مسؤولینو وویل: هڅه کوي چي یاد تولیدي شرکت تخمونه د کرنیزو معیارونو مطابق پروسس کړي ترڅو بزګرانو ته باکیفیته، معیاري او حاصل ورکوونکي تخمونه وړاندي سي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.