هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 22, 2025 at 07:18 AM
                               
                            
                        
                            *بولان د نیالګیو روزنځای کي د زردآلو نیالګیو ته کود ورکول ترسره سول:* 
د هلمند ولایت کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي منابعو آمریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان اړوند د نیالګیو روزنځاي کي شل زره"۲۰۰۰۰" د زردآلو خسک نیالګیو ته سپین یوریا کود ورکړل سو.
یاد کودونه د نیالکیو د سالمي ودي او پیاوړتیا په هدف ترسره سوه، ترڅو دا نیالکي د سنبلې په میاشت کي د پیوند لپاره چمتو سي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.