هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 22, 2025 at 07:37 AM
                               
                            
                        
                            *د بهرامچې ولسوالۍ کي د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی وسو*
د هلمند ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بهرامچې ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو مدیریت مسؤولینو د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیوله.
ددغه اقدام هدف د دولتي او عامه ملکیتونو ساتنه او له ناقانونه تصرف څخه مخنیوي  دی.
د کرني ریاست مسؤولین هڅه کوي چې په امارتي املاکو کي د هر ډول غاصبانه کړنو پر وړاندي جدي دریځ ولري او له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د امارتي شتمنیو ساتني ته دوام ورکوي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.