RTA Paktika
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 21, 2025 at 02:35 PM
                               
                            
                        
                            پکتيکا کې ۵۰۰ اړمنو کورنيو باندې مرسته وېشل شوې
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت تروو ولسوالۍ کې له ۵۰۰ اړمنو او بې وزله کورنیو سره د ۲۰.۴ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده.
ياده مرسته د افغاني سرې میاشتې سوېل ختیځ سیمه ییز زون رئیس مولوي سید منهاج الدین هاشمي، د پکتیکا سرې مياشتې رئیس مولوي عارف الله حامد او د څانګې د پېښو پر وړاندې مبارزې ټیمونو په شتون کې د يادې ولسوالۍ بېلابېلو سیمو ۵۰۰ ثبت شويو اړمنو او بې وزله کورنیو ته وېشل شوې.
 مسوولينو ویلي، په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته، ۱۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریجې، ۴ لیټره غوړي، ۴ کیلو بوره، ۳ کیلو لوبیا، ۳ کیلو دال، ۲ کیلو مۍ ،۲ کیلو بیسکیټ، ۱.۶ کیلو مکروني ، ۱،۲ کیلو مالګه ،۲ بوتله د کالیو مینځلو مایع او ۸ کلچې د لاس مینځلو صابون ورکړل شوې.
#مليتلویزیون
                        
                    
                    
                    
                        
                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                    
                                        3