
RTA Paktika
June 22, 2025 at 04:02 AM
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د اعلامیې په خپرولو سره تائید کړه، چې په فردو، نطنز او اصفهان اټومي مرکزونو بریدونه شوي دي.
په دې اعلامیه کې راغلي، چې یاد بریدونه له نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه د اټومي وسلو د نه خپرېدو (NPT) له هوکړې ښکاره سرغړونه ده او د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان په همکارۍ شوي دي.
همدا راز د ایران د اټومي انرژۍ سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د امریکا دغه اقدام وغندي او له ایران سره د حقونو په تر لاسه کولو کې همکاري وکړي.
#مليتلویزیون
