RTA Paktika
RTA Paktika
June 22, 2025 at 10:54 AM
د پکتیکا ولایت سروضې ولسوالۍ له سلطانو کلي څخه تر چهاربران ولسوالي پوري د یو میلیون افغانیو په ارزښت پر ۱۳ کيلو متره سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې. د ياد سړک چارو د پيل پرمهال د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وویل: «سروضې ولسوالۍ سلطانو کلي نه تر چهاربران ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د جغل اندازي چارې نن ورځ رسماً پیل کوو، چې یاد سړک د عالیقدر آمیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي شفقت له مخې د ولایت مقام په هڅو، د پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتوالي ریاست په مالي ملاتړ او د ټولګټو چارو ریاست په تخنیکي همکارۍ جغل اندازي کيږي.» نوموړي ویلي، دغه سړک د سیمې خلکو له مهمو ضرورتونو څخه و، مخکې به یي خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان و، چې په جوړولو سره به یې خلک هوسا او ارام تګ راتګ وکړي. مرستيال والي د پکتیکا ولسونو ته ډاډ ورکړی، چې حقه حقوقو ته به يې رسېدنه کېږي او له خپلو حقونو به برخمن کېږي. مسوولين وايي، یاد سړک چې ۱۳ کيلو متره اوږدوالی لري د جغل اچولو چارې به يې د شا او خوا یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Paktika: د پکتیکا ولایت سروضې ولسوالۍ له سلطانو کلي څخه تر چهاربران ولسوالي پور...
👍 ❤️ 😮 4

Comments