
RTA Paktika
June 22, 2025 at 12:23 PM
د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه ښکاره او بېساری جنایت بللی او ویلي دي، چې دغه بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور، نړیوالو قوانینو، د اټومي وسلو د نه خپرېدو (NPT) له هوکړې او له بنسټیزو اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: « د امریکا نننی برید ایران دې ته اړ کړی، چې د خپل مشروع دفاع حق په چوکاټ کې له هغو انتخابونو ګټه واخلي، چې د دښمن له محاسباتو او درک څخه هاخوا دي او پر دې خاوره تېري کوونکي دې د پښېمانه کوونکو ځوابونو په تمه شي.»
سپاه پاسداران زیاته کړې، چې په دې برید کې د ګډون کوونکو الوتکو د الوتنې ځایونه معلوم شوي او تر څېړنې لاندې دي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د «وعده صادق ۳» عملیات، چې تر دې دمه یې اسراییلو شل څپې تجربه کړي، لا به هم د صهیونیستي رژيم پر زیربناوو، ستراتیژیکو مرکزونو او منافعو په دقیق او هدفمند ډول روان وي.
#مليتلویزیون

❤️
4